IQNA

قرآني سورې/52

په طور سورې کې د الهي نعمتونو او عذابونو  انځور

14:25 - January 01, 2023
د خبر لمبر: 3486684
ایکنا-(تهران)د ژوند په باب  له مرګ او له هغه په وروسته پيښو پسې ډيرې خبرې شوي دي، په دې اړه  یو تر ټولو مهم باؤر،له دیندارو په تیره بیا له مسلمانانو باؤر سره اړوندیدا ده، چې باؤري دي  انسان  له مرګه په وروسته دنیا کې محاکمه کیږي او د خپل دنیوي کړچار او چلند په اساس  په جنت او جهنم کې ځاي مومي.

د قرآن کریم دوه پنځوسم آیت ؛طور ؛نومیږی. دغه سوره په ۴۹ایتونو سره د قرآن کریم په ۲۷سپارې کې  دی .طور چې یوه مکي سوره ده ،د نزول په تربیب کې شپږاویایمه  سوره ده چې پر پیغمبر اکرم(ص) نازله شوې ده.

 ددغې سورې په لومړي آیت کې  په ؛طور؛ سوګند یاد شوی او په همدې دلیل  دغه سوره طور نومول شوې ده.

طورسینا، یو داسې مقدس ځاي دی چې دفلسطین په ټاټوبی کې واقع دی .حضرت موسی(ع)په  دغه غرۀ کې له خداوندمتعال سره خبرې کولې او هغه حضرت ته به وحي کیدله.؛طور؛نامه په قرآن کې لس ځله کارول شوې ده.

د تفسیر المیزان د لیکنې په اساس،د طور سورې اصلی چورلیز دهغو کسانو ګواښل دي چې له حق خبرو سره دښمني کوی. دغه سوره کافران په هغه عذاب چې د قیامت په ورځ  دهغوي لپاره په نظر کې نیول شوی دی  ویرولي  او د یوشمیر سوګندونو په بیانولو سره ، دهغو عذابونو د رامینځةکیدا پریکندوالی ئې اعلان کړی  دی.سورې  وروسته د هغه عذاب  دځينو عذابونو یوه څنډه بیان کړې  چې یو عذاب دی ، یو عموی او نه جلاکیدونکی،او ددې په مقابل کې د جنتیانو د نعمتونو  یوه برخه  بیان شوې ده . هماغه کسان،چې په دنیا کې ئې په مهربانۍ او نرمښت سره چلند کوۀ او په واحد خداي ئې ایمان درلود.

د طور سورې محتوا په شپږو برخو ویشلی شو.

دس ورئې لومړني آیتونه چې په څو سوګندو سره پیلیږي،دالهی عذاب او د قیامت نښو نښانو او د جهنم اور او د کافرانو سزا په څیر موضوعګانو ته اشاره کوي. ددغې سورې په دوهمې برخې کې  په جنت کې  هغه الهي نعمتونه چې پرهیزګاران ئې په  انتظار کې دي ، بیانوي او  دغو ټولو ته اشاره کوي.

 همداراز داسلام د ګران پیغمبر(ص) د پيغمبرۍ په باب خبرې کوي او هغو تورونو ته چې پر هغه دښمنانو لګولي دي،په خلاصې سره او مختصر ډول ځواب ورکوي.

یوه بله موضوع چې په دغې سورې کې ورته پام شوی دی، دخداوندمتعال وحدانیّت او توحید  او د خدای تعالی له خوا دتیرو وختونو موضوعګانو جمع بندي کوي

captcha